د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر دې مهاله د زړه پر ناروغي اخته ۲۶زره او ۹۴۶ ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې چې ډېری یې لاهم بستر دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن د زړه ناروغي نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمانامرخېل وویل چې له تېر یوه کال راهیسې یوازې «ischemic heart disease» یا زړه ته د وینې رسونې کمښت ناروغي له امله ۸۲۱ کسان مړه شوي دي.
نوموړي وویل: «تېر کال ټول افغانستان کې د زړه ناروغي اړوند ۲۶زره او ۹۴۶ ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې، البته هغه ناروغان چې موږ سره راجستر دي شمېر یې ۲۰۰۰ کسان دي، ټوله کې ۲۱۰۰ ناروغان مړه شوي چې د زړه ناروغان وو.»
امیرخېل زیاته کړه چې تېرو شلو کلونو کې د زړه ناروغي درملنه برخه کې د تجهیزاتو او نورو امکاناتو برابرولو لپاره هېڅ راز کار نه دی شوی.
بلخوا روغتیاپالان د خوړو کمښت، د اومېندوارۍ پر مهال د درملو کارونې په اړه د مېندو نه پوهاوی، نامناسبه خواړه او د مسلکي ډاکټرانو نشتون د زړه پر ناروغي د اخته کېدو له لاملونو بولي.
یوه ډاکټر عبدالحمید صدیقي وویل: «د خوړو فقر د زړه ستونزو اصلي لامل دی. له لرو ولایتونو ناروغان راځي چې د سوري زړه پر ناروغي اخته وي. ځوانانو کې د زړه رګونو اړوند ناروغي ډېرې دي. لامل یې دا دی چې کله د مور په ګېډه کې ماشوم په سمه توګه نه تغذیه کېږي. دویم د اومېندوارۍ پر مهال د نامصونو درملو کارونه ده.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادې ناستې په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوولانو ژمنه وکړه چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې به روغتیايي کارکوونکو روزنې، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي او نورو برخو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.