Asset 1SWN

د عامې روغتیا وزارت: نږدې درېوو اوونیو کې ۳۰۰۰ کسان پر کورونا اخته شوي

6820808_0_62_961_602_1920x0_80_0_0_54bbc39f4a93a781780070bfb5d91374

د عامې روغتیا وزارت مسوولان هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېروالي خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته نن چهارشنبه د غويي ۱۷مه ویلي چې د تېرو ۱۸ ورځو پر مهال هېواد کې د کورونا ویروس ۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وویل: «د اپرېل میاشت کې لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او وروستۍ میاشت کې یعنی ۱۷ ورځو کې ۱۵کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.»

بل‌خوا د افغان-جاپان روغتون مسوولان بیا وايي چې د دغه روغتون د کوویډ-۱۹ وارډ ته هره ورځ نږدې ۸۰ کسان د کورونا د معایناتو لپاره ورځي.

د یاد روغتون د کووېډ-۱۹ څانګې اداري رییس حشمت‌الله غزنوي وايي، ډېری دغه کسان په دویم او درېیم ځل پر کورونا اخته شوي دي.

هغه وویل: «له اختر وروسته مو مراجعین ډېر شوي او ګڼ‌شمېر هغه کسان دي چې یاد روغتون کې پخوا بستر شوي او د کورونا واکسین یې هم ترلاسه کړی چې دا وار د درېیم او دویم ځل لپاره بسترېږي.»

د افغان-جاپان روغتون ډاکټران وايي، د تېرو څو ورځو پر مهال هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ تر لسو ډېر کسان بسترېږي چې ډېری یې ښځې دي.

په ورته وخت کې د کورونا هغه ناروغان چې په افغان-جاپان روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د دغه روغتون د درملنې او اسانتیاوو خوښ دي.

محمد زمان چې له پنځو ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دی وايي: «پر کورونا اخته شوی یم، وضعیت مې ښه دی او ښه رسېدنه راته کوي، له هر اړخه درمل او ډاکټران ښه دي او د روغتون له خدماتو راضي یم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغان-جاپان روغتون مسوولانو د شمېرو پر بنسټ، اوس په دغه روغتون کې د کورونا نږدې ۴۰ ناروغان بستر دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا وايي، د یاد ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره به هېواد کې د کورونا ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام