د عامې روغتیا وزارت مسوولانو د «کتلوي معافیت د ملي پروګرام» د ودانۍ پرانیستو مراسمو کې وویل چې هېواد کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین څخه محروم پاتې شوي.
د دوی په وینا، د یادو ماشومانو تر پوښښ لاندې راوستو لپاره یې، د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام یې جوړ کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي، د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام دوو پړاوونو کې پلی کېږي چې لومړۍ مرحله کې به د ۱۸ میاشتو پرمهال تر پنځه کلنۍ کمعمره ۹سوه زره ماشومان واکسین شي.
هغه وویل: «د کتلوي معافیت د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین محروم دي او د دوی د پوښښ لپاره د کتلوي معافیت ملاتړیز پروګرام دوه پړاونو کې تنظیم شوی. لومړی اتلس میاشتې دی او دې بهیر کې به ۹۰۰زره تر پنځونو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي او دا په ټولو ولایتونو کې پلې کېږي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولان له کورنیو غواړي، دا چې ماشومان یې په ناروغیو اخته نه شي هغوی ته دې واکسین تطبیق کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: «له یونېسف د دې ودانۍ لپاره مننه او هیلهمند یم چې افغانستان کې د واکسیناسیون له پروګرام له دغه وزارت سره همکار او ملاتړی واوسي. له کورنیو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي، څو پر ناروغیو له اختهکېدو په امن کې واوسي.»
افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف استازي معظم حسین هېواد کې له واکسیناتورانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه وویل: «د کتلوي معافیت پليکېدل له دې وړاندې دوو کلونو ماشومانو ته وو، خو دا اوس پراخه شوې او پنځه کلن ماشومان هم شامل دي. ټول هغه ماشومان چې وروستیو کلونو کې نهدي، واکسین شوي؛ د دې پروګرام له لارې به واکسین شي او ۱.۸ میلیونه ماشومان له واکسین پاتې دي.»
د کتلوي معافیت ملي پروګرام ودانۍ د یونېسف په همکارۍ د نړیوالو معیارونو پر اساس د څه باندې ۲ میلیون دالرو په ارزښت کابل کې جوړه شوې او نن چهارشنبه، تلې څلورمه ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.