د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د چین، ایران، ترکیې، قطر او انګلستان شرکتونو د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغانستان په اتو لویو کانونو کې پانګونه کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان سلاموطندار ته وویل چې له دې برخه کې ترلاسه کېدونکي عواید د اکتشاف، استخراج، د کارخونو پر جوړېدو، تضمین او اکمالاتو باندې لګول کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «چین، ایران، ترکیې، قطر او بریټانیا په مستقیمه توګه افغانستان کې پر اتو کانونو پانګونه کړې.»
د کانونو او پټروليم وزارت وياند زیاتوي، چينايي شرکت د تخار د سرو زرو په کان، د لوګر عينک د مسو په کان او د اموسیند سره د نفتو په استخراج کې پانګونه کړې.
د ايران اړوند شرکت بیا د هرات غوريان ولسوالي د اوسپنې په دوو بلاکونو کې پانګونه کړې او په غوریان ولسوالي کې د اوسپنې په دوه نورو بلاکونو کې بریتانیوي او ترکي شرکتونو پانګونه کړې چې یوه قطري شرکت د جبل السراج د سمنټو په پروژه کې قرارداد کړی دی.
هغه وویل: «د تخار د سرو زرو کان، د عینک مسو د دویم کان قرارداد، د اموسیند حوزې د نفتو د استخراج قرارداد چینايي شرکت ته ورکړل شوی او د هرات د غوریان ولسوالي د کانونو څلور قراردادونه، دوه قراردادونه له ایران او یو قرارداد له ترکي شرکت سره شوی دی. بل قرارداد د برتانیې له شرکت سره لاسلیک شوی او د جبلالسرج سمنټو پروژې قرارداد هم د قطر شرکت سره لاسلیک شوی چې ارزښت یې اووه میلیارډ ډالرو ته رسېږي.»
د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د کانونو وزارت قراردادونه د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې او د ملي ګټو په ساتنه کې لاسلیک کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي، د هېواد په کانونو کې پانګونه د افغانستان د اقتصادي ودې لامل کېدای شي.
نوموړي وویل: «که دا کانونه استخراج نهشي او پروسس هم نهشي، یوازې د کانونو د قرارداد لومړي پړاو کې هم کولای شي چې د هېواد د اقتصادي پایښت لامل شي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو په وینا د لویو کانونو د استخراج تړونونه د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوي چې لومړی پنځه کاله یې د اکتشاف پړاو دی.