Asset 1SWN

د کار وزارت: دامهال روزنتونونو کې ۱۰زره بې‌سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي

پکتیا

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د دغه وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا ۱۰زره بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان ساتل کېږي او تر روزنې لاندې دي.

د یاد وزارت وياند سمېع‌الله ابراهيمي «دوشنبه، غبرګولي ۱۴» ګردېز ښار کې د يوه روزنتون پرانېستې مراسمو کې وويل چې دا مهال د کابل په ګډون ټولو ولايتونو کې شاوخوا لس زره بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان په روزنتونونو کې ساتل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، ياد وزارت هڅه کوي چې راتلونکي کال کې د بې‌سرپرسته‌ نجونو لپاره هم روزنتونونه جوړ کړي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال مولوي عبدالبر  دې غونډې ته وویل، د ولايتونو د مرکزونو ترڅنګ به ولسواليو کې هم روزنتونونه جوړ شي.

هغه زیاته کړه، هېواد کې د جګړو له امله ډېری ماشومان بې‌سرپرسته او يتيم شوي چې په وینا یې، د روزنې لپاره يې حکومت ولايتونو کې روزنتونونه جوړ کړي او ماشومان تر روزنې لاندې دي.

نوموړي وويل:«په اوس وخت کې د امارت ټول مسوولان دې ته متوجې شوي چې په هېواد کې د ټولو يتیمانو، بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړ کړي. ټولو څلور دېرش ولايتونو کې روزنتونو لپاره ټولو وسایل خريداري شوي، البته د امارت د خپلې بوديجې څخه. ولايتونو کې چې کوم روزنتونونه جوړ شوي، دا به ولسواليو کې هم جوړو.»

يادې غونډې ته د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رييس محمدرحيم نصرت وويل چې ‌سږکال به پکتيا کې ۶۰۰ بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان روزنتونونو ته جذب شي، خو په وینا یې، د ودانیو نشتون ستونزې سره مخ کړي دي.

بل‌خوا پکتیا کې پرانېستل شوي ياد روزنتون کې بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان خوښ دي. حامد چې دې روزنتون کې تر روزنې او پالنې لاندې دی، وايي، د زده‌کړو ترڅنګ د لوبو، ډوډۍ او نورې اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ياد وزارت تر څار لاندې هېواد کې د خيريه بنسټونو او موسسو له‌خوا هم ځينې روزنتونونه جوړ شوي چې بې‌سرپرسته ماشومان په‌کې تر روزنې لاندې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام