Asset 1SWN

سلام وطندار

کورنیو چارو وزارت هېوادوالو ته: د ښي‌لاس موټرو له پېرلو ډډه وکړئ

موټر

کورنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان خلاف ښي‌لاس نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو هېوادوال دې له پېرلو ډډه وکړي، ترڅو خونړۍ پېښې راکمې شي.

دغه وزارت نن (شنبه، سنبله ۸) یوه خبرتیا کې ویلي، د افغانستان خلاف ښي‌لاس اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې قانوني اسناد نه‌لري، د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته دې، کابل ته له راتګ ډډه وکړي، خو هغه نقلیه وسایط چې د کابل ولایت د ټرافیک پولیسو له ریاست سره ثبت دي کولی شي چې کابل ته د خپلو موقتو پلېټونو د اخيستلو لپاره راشي.

خبرتیا کې ویل شوي چې ښي‌لاس اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نه‌شي تللی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ښايي نږدې راتلونکې کې په ښي‌لاس موټرو نور قیودات هم ولګول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کورنیو چارو وزارت خبرتیا کې همدارنګه ویل شوي، هغه د افغانستان خلاف ښي‌لاس اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټیکر ترلاسه کړی، خبر ورکول کیږي چې کابل کې د ټرافیک له ریاست او ولایتونو کې د ټرافیک له مدیریتونو د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ټرافیکي پېښو د مرګژوبلې مخنیوي په موخه، د یادو وسایطو ټولو مالکونو ته خبر ورکول کیږي چې ذکر شویو مواردو ته پوره پاملرنه او عملي کړي، د نه رعایت په صورت کې له سرغړونکو سره  سخت قانوني چلند کیږي.

خبرتیا کې راغلي چې له نن وروسته د افغانستان خلاف ښي‌لاس اشترنګ لرونکو موټرو ثبت په کابل ولایت کې نه کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام