Asset 1SWN

کورنیوچارو وزارت: تېرکال ۳۴ انسان‌تښتوونکي وژل شوي او ۷۶ نیول شوي

YIIW5674-880x639

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې تېرکال د هېواد په کچه د انسان‌تښتونکو پر وړاندې ۲۵۰ عملیاتونه شوي چې پرمهال یې، ۳۴ انسان‌تښتونکي وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وږي شپږمه کابل کې د یاد وزارت د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمنبي عمري دې پروګرام کې وویل چې یوازې تېرکال هېواد کې د انسان‌تښتونې ۳۸ پېښې رامنځته شوې دي.

د نوموړي په وینا، هېواد کې تېرکال د جرمونو په کچه کې ۳۰سلنه کموالی هم راغلی دی.

په ورته مهال د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع دې پروګرام کې وویل چې د هېواد په کچه پولیسو ته ځانګړی یونیفورم وېشل شوی او په وینا یې، هغه پولیس چې دې برخه کې ناغېړي کوي، مجازات به شي.

هغه زیاته کړه چې تېرکال یونېفورم وېشل شوی او د هېواد ځینو برخو ته چې یونېفورم نه‌دی رسېدلی، په وینا یې، قراردادي ستونزې وې.

بل‌خوا د یاد وزارت ویاند زیاته کړه چې کابل او ولایتونو کې د امنیت ټينګښت په برخه کې د امنیتي کمرو لګول، دوام لري او په وینا یې، د جرمونو راټیټولو کې یې، مرسته کړې.

هغه ټينګار وکړ چې دا مهال یوازې کابل ښار کې ۹۰زره امنیتي کمرې لګول شوي دي.

په تېرکال کې ۴۵۰ زه‌کړیالان د لېسانس په کچه، د کمیسارۍ او داخل خدمت له پروګرامونو څخه فارغ شوي او د ۳۲۵ ښځو په ګډون، ۶۷۳ کسان د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستې چې ۲۴زره کسان اساسي، اختصاصي او ساتنمني زده‌کړې کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دامهال ۳۲زره کسان پر زده‌کړو بوخت دي او ۲۰۵۱۵ کسان د افسرۍ او ۱۵زره او ۶۰ د ساتنمنۍ په بستونو کې ګومارل شوي چې ترڅنګ یې، ۳۵۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو لیکو کې جذب شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کورنیوچارو وزارت د مسوولانو په وینا، یوه کال کې ۳۶۴۳ ټُنه بېلابېل نشه‌یي توکي کشف او ترلاسه شوي او د نشه‌یي توکو، الکولي مشروباتو او نشه راوړونکو ټابلېټونو د تولید او پروسس ۷۹۰ کارخونې له‌منځه وړل شوي او په تور یې، ۱۰۵۶۴ شکمن کسان نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام