Asset 1SWN

د لوړو زده‌کړو وزارت: پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او ۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي

GVzkgZzX0AAlRr_

د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

د یاد وزارت دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه، کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، دا مهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹زره او ۹۹۱ زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي او تېرکال کې ۵۱ زره او ۹۵۰ محصلین فارغ شوي دي.

دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا د ۱۱ او ماسټرۍ د ۱۶ پروګرامونو او ۱۳ نویو پوهنځیو او په خصوصي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ د ۱۰ پروګرامونو رامنځته‌کول، په تېر یوه کال کې د وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

همداراز د دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو سره سم، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه اړوند مراجعو ته استول شوي دي. په یادو نصابونو کې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او ۷ د دوکتورا سویې نصابونه شامل دي.

دغه‌راز، د هېواد د تحصیلي سکتور پیاوړتیا په موخه، ۶۴۰ علمي کادرونه د ازادې سیالۍ له لارې جذب او ۱۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د ۹ ساختماني پروژو، چې لابراتوارونه، څېړنیز فارمونه، کتابتونونه، کمپیوټر لبونه او درسي ټولګي پکې شامل دي، چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام