د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د ګرمۍ زیاتېدو سره هممهاله د محرقې او اسهالاتو ناروغیو له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند شرافتزمان امرخېل سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو دوو میاشتو پرمهال د ګرمۍ له امله ۱۰۰زره کسان په اسهال ناروغۍ اخته شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «تېرو دوو میاشتو کې ۱۰۰زره کسانو روغتون ته مراجعه کړې او له ملاریا پرته نورې ناروغۍ د ګرمۍ له امله زیاتې شوي او ۱۰۰ کسان ټول هېواد کې مړه شوي دي.»
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دوی هڅه کوي، څو هېود کې ناروغانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
په ورته مهال کابل کې د ماشوم روغتیا «اندراګاندي» روغتون مسوولان هم وايي چې په تېره یوه میاشت کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
د یاد روغتون یوه مسوول حبیبالرحمن سلاموطندار ته وویل: «چنګاښ میاشت کې ۵۷۸ کسان پر اسهال اخته شوي چې له ډلې یې څلور کسان مړه شوي. همداراز ۱۰۶ په ملاریا او ۹۴ په محرقه اخته شوي چې دې دوو ناروغیو د مړینې پېښه نه درلوده.»
بلخوا د اندراګاندي روغتون یو ډاکټر عارف حسنزی له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان واکسین او د مور پر شیدو تغذیه کړي.
د یادونې وړ ده چې روغتیايي خدمتونو ته د پام وړ نه لاسرسی او د هېوادوالو له لوري روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه د موسمي ناروغیو د پراخېدو لامل کېږي.