Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت: ایران کې د پخواني افغان قونسل لاسلیک نور اعتبار نه‌لري

5cd9596c-1517-490b-8d2b-96e661d2c44a-jpg

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران په مشهد ښار کې یې پخوانی افغان جنرال قونسل «عبدالجابر انصار» له دندې ګوښه کړی او لاسلیک یې اعتبار نه‌لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې  عبدالجابر انصار د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ له دندې ګوښه او کابل ته غوښتل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخي وړاندې لیکلي چې نوموړی د روانې غبرګولي میاشتې پر شپږمه نېټه له دندې لرې او لاسلیک یې د اعتبار وړ نه‌دی.

هغه زیاته کړې چې عبدالجبار انصار ناقانونه کړنې کولې، مالي عوایدو کې یې روڼتیا نه‌وه او د قونسلګرۍ په چارو کې د غیرمسوولانه لاس‌وهنو له امله له دندې ګوښه شوی.

عبدالقهار بلخي لیکلي: «ښاغلي انصار د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته په غیرشفافه توګه د استازولۍ د عوایدو په راټولولو او د ادارې په چارو کې د غیرمسوولانه مداخلې له امله غیرقانوني کړنو ته لاس اوږد کړی دی. د مراجعینو، سوداګرو او مېشتو افغان وګړو لپاره یې، د قونسلګرۍ خدمتونو وړاندې کولو بهیر اغېزمن کړی دی، نو له دې وروسته د پخواني جنرال قونسل لاسلیک او نښه د اعتبار وړ نه‌دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي چې د نوي جنرال قونسل تر ګومارنې به د یادې قونسلګرۍ یو ډيپلوماټ، د قونسلګرۍ اړوند چارې پر مخ وړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام