Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان‌ ـ‌ قزاقستان اړیکو په اړه علمي غونډه کړې

Untitled-1

د بهرنیو چارو وزارت وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (یکشنبه، وري ۳۱) ویلي، د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز «د افغانستان ـ قزاقستان اړیکو کې تازه فرصتونو» تر نوم لاندې علمي ـ څېړنیزه ناسته کړې.

دغه غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر ولي‌الله شاهین ویلي، قزاقستان د سیمې په کچه یو اغېزناک هېواد دی او د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست دا زمینه برابره کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د پام‌وړ فرصتونه او پرمختګونه رامنځته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاده ناسته کې د قزاقستان د جمهوري ریاست د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ مشر دوکتور یرکین توکوموف هم ویلي، افغانستان کې د وروستیو کلونو پرمختګونو د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګڼ فرصتونه رامنځ ته کړي.

د هغه په وینا، تر ټولو مهم فرصتونه افغانستان کې سرتاسري امنیت او د بیارغونې کارونو ته د زمینې برابرېدل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام