د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د افغان پوځ د تېرې شپې عملیات د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم پرلپسې نقض په ځواب کې ترسره شول.
د دفاع وزارت تېره شپه ناوخته پر ایکسپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت وسلهوال ځواک د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقض کولو او په افغان خاوره د هوایي برید په ځواب کي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مرکزونو غچاخیستونکي بریالي عملیات ترسره کړل.
دغه وزارت ویلي، یاد عملیات د شپې په دولس بجې پایته ورسېدل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دفاع وزارت زیاته کړې چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، افغان وسلهوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.
پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچاخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
دغه عملیات د اسلامي امارت پوځ له لوري تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو ترسره شول.