Asset 1SWN

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت: تېرکال مو ۴۳۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل کړي

F2WYac7XMAE0x_a

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې د خلکو له لوري وړاندیز شوې ۲۸ پروژې پلې کړې دي.

د یاد وزارت مسوولانو نن دوشنبه د زمري نهمه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې تېر یوه کال کې دغه وزارت د خلکو له لوري له وړاندیز شویو ۱۰۸ پروژو څخه یې ۲۸ پروژې تطبیق کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پروژې ډېری د سرحدي او ډیورنډ کرښې غاړه کې د مېشتو قومونو او لږکیو له لوري د دوی د ستونزو هواري په موخه وړاندیز شوې وې.

د یاد وزارت سرپرست نورالله نوري ډاډ ورکړ چې نورو وړاندیز شویو پروژو ته به هم رسېدنه وکړي. نوموړي وویل: «د خلکو د عرایضو او وړاندیزونو پر بنسټ، دغه وزارت ۱۰۸ پروژې د ریاست‌الوزرا مقام او اړوند ادارو  سره شریکې کړې چې له ډلې یې ۲۸ پلې او پاتې یې هم تر کار لاندې دي.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مسوولان همداراز وايي چې تېر یوه کال یې ۳۴ قومي جرګې جوړې کړي چې ترڅنګ یې ۱۳۰ لویې او ۳۰۰ کوچنۍ شخړې حل کړي دي. دې شخړو کې ۶۹۱ کسان وژل شوي وو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل: «د کاپیسا نجراب ولسوالي کې ۲۳ کلنه شخړه، د جوزجان اقچه ولسوالي کې ۳۰ کلنه شخړه، د ننګرهار شینواري ولسوالي کې د قوکونو ترمنځ ۳۷کلنه شخړه او نورستان کې هم ۹۱کلنه شخړه حل‌اوفصل شوې ده.»

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همداراز د څه باندې ۲۳۰۰ کیلومټره سرحد د څېړنې خبر هم ورکړی چې د څېړنې جزییات او د سرحدي سرغړونو، ناقانوني لارو او د سرحدي نښو او نښانې په اړه یې معلومات له امنیتي بنسټونو سره شریک کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت داسې مهال هېواد کې د شخړو حل خبره کوي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قومونو ترمنځ د ځمکې او نورو لاملونو له امله شخړې رامنځته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام