Asset 1SWN

سلام وطندار

کرنې وزارت: سږکال څه باندې ۱۵۸ زره متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي

مالوچ

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي، روان کال په ټول هېواد کې له څه باندې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکې څخه ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنه مالوچ ترلاسه شوي.

دغه وزارت نن شنبه دلوې ۱۸ / فبروري ۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د مالوچو تر ټولو ډېر حاصلات له هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې څخه ترلاسه شوي دي.

د کرنې وزارت زیاته کړې چې مالوچ لوړ ارزښت لرونکی صادراتي او د کوکنارو بدیل محصول بلل کېږي.

خو د کرنې وزارت نه دي ویلي چې د تېر کال په پرتله د ترلاسه شویو مالوچو کچه لوړه او که راکمه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام