د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین وايي چې بهرنۍ موسسې افغانستان ته د چور او چپاول لپاره راغلي دي.
قاري محمدیونس راشد دغه څرګندونې د پکتیا پوهنتون کې ځوانانو سره په جوړې شوې غونډې کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې بهرنۍ موسسې افغانستان ته د بیارغونې لپاره نه دي راغلي او په وینا یې، یوازینۍ موخه یې غلا، چور او تالان دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان سره شوې مرستې په نوم وې او د ده په ټکو یادو مرستو له معنوي اړخه ولس ته زیان رسولی دی.
نوموړي وویل: «بهرنۍ موسسې افغانستان ته د چور، چپاول او تالان لپاره راغلي. دا ډېر د تاسف ځای دی چې دوی څه موده وړاندې وويل چې واک ته امارت له رسېدو راوروسته مو دوه ميليارده ډالره مرسته افغانستان سره کړې. زه که قسم وکړم چې په دوه زره ميليونه کې يې دوه سوه ميلونه هم نه وي مصرف کړې، نورې ټولې په هغو شيانو مصرفوي چې يا بېګټې دي او يا هم زموږ ولس ته په معنوي لحاظ زيان رسوي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه همداراز زیاته کړه چې دا مهال په حکومتي ادارو کې د مخکیني حکومت ۸۰سلنه کار کوونکي کار کوي چې ډېره برخه یې ځوانان دي.