د غور ځايي مسوولان تاییدوي چې د هوايي ځواک یوه چورلکه تېر مازیګر د تولک ولسوالي «نعلبندان» سیمه کې لوېدلې.
د غور د والي ویاند مولوي محمد صادق رصاص وویل، تېره ورځ مازیګر مهال دغه ولایت کې یوې چورلکې سقوط کړی چې د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي هم په کې سپاره وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو هغه وویل چې د چورلکې سپرلۍ ته زیان نه دی اوښتی.
ورته وخت کې د دفاع وزارت هم یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې غور ولایت کې یې یوې چورلکې سقوط کړی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغې چورلکې د تخنیکي ستونزو په دلیل تر الوتنې وروسته غره سره ټکر کړی او غورځېدلې، خو سپرلۍ ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی.