Asset 1SWN

مایکروسافټ: روسي هکران زموږ سېسټم ته د ننوتلو هڅه کوي

04R22aGsKdOf5ho40IlHIiS-1.fit_lim.v1615399441

مایکروسافټ کمپنۍ وايي، یو‌شمېر هکران چې د روسې بهرنۍ اطلاعاتي ادارې پورې تړلي، هڅه کوي چې د دوی سېسټم ته ننوځي.

مایکروسافت شرکت نړۍ کې د سافټوېرونو د جوړولو تر ټولو ستر شرکت دی چې د امریکا حکومت ته ډیجیټل او د زېربناوو خدمتونه وړاندې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې هکرانو هڅه کړې چې په جنورۍ کې د یاد شرکت اړوند ایمیلونو څخه د غلا شویو معلوماتو څخه په استفادې د دې شرکت سېسټم ته ننوځي.

مایکروسافت په جنورۍ کې هم ویلي و چې هکرانو هڅه وکړه چې د دغه شرکت د لوړپوړو چارواکو اکونټونه هک کړي.

د مایکروسافټ له دې څرګندونو وروسته د امریکا ملي امنیت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. دې شرکت ته ویلي، دغه هکران چې  Midnight Blizzard Nobelium په نوم یادېږي د روسیې حکومت ملاتړ لري.

واشنګټن کې د روسیې سفارت تراوسه د مایکروسافټ شرکت یادو څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دې شرکت جمعه د مارچ اتمه ویلي: «وروستیو اوونیو کې مو داسې شواهد موندلي چې Midnight Blizzard له هغو اطلاعاتو چې زموږ د سېسټم له اېمیلونو وتلو وو، د لاسته‌راوړلو او ناقانونه استفادې لپاره هڅې شوې دي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام