Asset 1SWN

سلام وطندار

میکي ارتر: پاکستاني لوبغاړي ښه ماهره دي

Arthur-1568x1045

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د پاکستان له سختې ماتې وروسته د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی میکي ارتر وايي، پاکستاني لوبغاړي ماهره او ښه دي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د لوبغاړو ټاکلو، چاپېریال او مدیریت کې نه‌همغږي د لوبډلې پر روحیه اغېز لري. لوبغاړو ته جوړښت ورکړئ او دوی به ښې لاسته‌راوړنې ولري. لوبغاړي ډېر ډېر ماهره او ښه دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دا هم لیکلي چې د رسنیو له لوري یوه لوبغاړي ته تبلیغ لامل کېږي چې لوبغاړی له واقعیت پورته فکر وکړي او په وینا یې، ناسم لیدلوری رامنځته کوي.

پاکستان تېره ورځ په خپل کور کې له انګلستان په لومړۍ تسټ لوبه کې په یوه اننګز او ۴۷ منډو ماته وخوړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه لوبه کې د انګلستان لپاره جوروټ ۲۶۲ او هري برووک ۳۱۷ منډې جوړې کړې. د دواړو لوبغاړو ترمنځ د ریکارډ کچې ۴۰۹ منډو ملګرتیا هم شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام