Asset 1SWN

سلام وطندار

مایکل والټز زېلېنسکي ته: ژبه دې نرمه کړه

mike-waltz

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي غوښتنه کړې چې خپله ژبه نرمه کړي او پر امریکا دې نیوکې نه‌کوي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

والټز همداراز د روسیې او امریکا خبرو په اړه هم ویلي چې اوکراین او اروپايي ملګري به یې، د خبرو راتلونکي پړاو کې ګډون ولري.

نوموړي له اوکراین دا هم غوښتي چې د دغه هېواد د کمیابه کانونو د هوکړې لاسلیک په اړه خپله کره ارزونه وکړي. اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د امریکا له‌خوا د دغه هېواد له طبیعي سرچینو د ګټې‌اخیستنې وړاندیز رد کړی دی.

امریکا وړاندیز کړی چې د اوکراین له منرالونو به ګټه اخلي او په بدل کې به یې، دغه هېواد اوکراین ته د دفاع لپاره پوځي مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

وروسته له هغې چې زېلېنسکي د امریکا دغه وړاندیز رد کړ، ډونالډ ټرمپ هغه ډېکټاتور وباله چې د ټرمپ دغه څرګندونې په نړیواله کچه له غبرګونونو سره هم مخ شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام