Asset 1SWN

سلام وطندار

د عبدالکبیر او دېکسن لیدنه؛ د برېټانیا او ا.ا ترمنځ پر دوامداره تعامل ټينګار شوی

Gaur2A9aYAA-charg

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت شارژدافیر  رابرت دیکسن وايي چې دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.

دیکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال ټينګار کړی چې برېټانیا له اسلامي امارت سره د تعامل د دوام غوښتونکی دی او په وینا یې، دغه هېواد کې د اسلامي امارت ضد فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وویل: «ښاغلي دېکسن د ا.ا او برېټانیا استازیو ترمنځ لیدنه ګټوره وبلله او د ځینو ستونزو حل لپاره یې، مهم ګام وباله. رابرت دېکسن وویل چې لندن له ا.ا سره د خبرو د دوام ملاتړی دی او زیاته یې کړه چې برېټانیا دغه هېواد کې د ا.ا د مخالفین فعالیت ته اجازه نه‌ورکوي.»

د چارو یوشمېر شنونکي د اسلامي امارت پروړاندې د برېټانیا نرم سیاست د خپلو سیاسي، امنیتي ګټو له امله بولي او په وینا یې، دغه کار یې، نړیوالو سیالیو کې د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو کړی دی.

د سیاسي چاروکارپوه عبدالجبار اکبري وویل: «که اوسني حکومت سره د برېټانیا اړیکې پرې شي، سیال هېوادونه غوښې اخلي، د دې لپاره چې برېټانیا وغواړي دې هېوادونو ته ځان ورښکاره کړي، فکر کوم چې دا تعامل د ځان ښودنې لپاره دی او هر هېواد غواړي، د افغانستان له شرایطو په ګټې اخیستنې ځان لوی وښايي.»

د نړیوال اړیکو کارپوه بلال فاطمي هم وویل: «د دوی لیدنې تاسې وینئ چې هېڅ ګټه نه‌لري، د دېکسن مخکیني لیدنې په اړه مې هم ویلي و چې ګټه نه‌لري؛ دا یوازې د اړیکو ساتلو لپاره دي او کله ژمنې هم ورکوي چې هېڅ وخت نه‌عملي کېږي. دا سیاست لامل کېږي چې افغانستان شاه ته لاړ شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

برېټانیا سربېره پر دې چې له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټينګار کوي، خو تراوسه یې، کابل کې خپل سفارت بېرته نه‌دی فعال کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام