Asset 1SWN

سلام وطندار

د میدان‌وردګ روغتیايي مرکزونو ته طبي توکي ورکړل شوي

4e5fa050-4fa5-4ba6-b85b-094d6d2ba9d3

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړي صندوق(UNICEF) په مالي ملاتړ د BDN موسس په همکاري د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته ۵۰ قلمه اړین طبي توکي ورکړل شوي دي.

د بي‌ډي‌اېن موسسې ولایتي مسوول ډاکټر سمېع‌الحق جوړې شوې غونډې ته وویل چې یادو طبي توکي ته په روغتیایي مرکزونو کې ډېره اړتیا لیدل کېدله چې د دغه ولایت عامې روغتیا او ولسونو به وړاندیز او (UNICEF) د شاوخوا سل زره امریکایي ډالرو په لګښت اخېستل شوي چې د مرکز میدان‌ښار په ګدون د یوشمېر لروپرتو ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو ووېشل شول.

بل‌خوا د میدان‌وردګ مرستیال والي ملا فریداحمدعمر د یادې موسسې له مسوولانو مننه وکړه چې د غوره درملنې په موخه یې پر روغتیایي مرکزونه پرمختللي طبي توکي وویشل.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


 نوموړي خپلو خبرو کې د روغتیا د برخې له مسوولانو وغوښتل چې له یادو طبي توکو په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي.

دغه‌راز د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست ډاکټر سیدالرحمن قادري وویل، یاد طبي توکي کولای شي چې په روغتونو او روغتیایي مرکزونو کې د ډاکټرانو او ناروغانو شته ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې د حکومت او نړیوالو موسسو پرمټ په میدان‌وردګ ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام