د سرپُل د الجهاد ولسوالي د یوشمېر کلیو اوسېدونکي وايي، له تروو اوبو د استفادې په دلیل په بېلا بېلو ناروغیو اخته شوي.
د الجهاد ولسوالي د «ادمسنګ»، «شیخنزایي»، «قدوقچه» او یوشمېر نورو سیمو اوسېدونکو وویل، د وچکالۍ په دلیل یې د اوبو ذخیرې چې دوی یې «کندې» بولي تشې شوي او کلیو کې یې د څاګانو اوبه تروو دي.
دوی وايي چې ګڼ شمېر کورنۍ خوږو اوبو ته د محدود لاسرسي په دلیل تروو اوبه کاروي چې ډېری کسان یې په بېلابېلو په ځانګړې توګه په اسهالاتو اخته کړي.
د دغو اوسېدونکو په وینا، تروو اوبه ګاز لري چې تر ډېره ماشومان ناروغه کوي.
د الجهاد ولسوالي د «ادمسنګ» او «شیخنزايي» سیمو دوو اوسېدونکو میراحمد او غلاممحمد سلاموطندار ته وویل:
«تاسو دغه کلینک ته ورشئ، وبه ګورئ چې څومره خلک ناروغان دي، څومره خلک اسهال دي. ډاکټران مو چې دلته علاج ونه شي کولی، بیا مو سرپُل ښار ته لېږي، هلته بیا راته وايي چې مالګینې اوبه مو کارولي، وجود مو مکروبي دی، زه یو سپینږیری یم، خو ټول بدن مې مکروب نیولی.»
«له همدغو تریو اوبو ډېر خلک ناروغه کیږي. کله چې خلکو ته خوږې اوبه ونه رسیږي، له تروو اوبو استفاده کوي او بیا ماشومان ناروغه کیږي. اسهالات ورسره ډېریږي. پخوا مو د کندو اوبه درلودې خوږې وې. دوه میاشتې کیږي چې خلاصې شوي. تر هغه چې له دې نورو اوبو سره عادت کېږو، ناروغي ډېریږي.»
د الجهاد ولسوالي اوسېدونکي وايي چې خوږو اوبو ته د محدود لاسرسي له امله خلک د تروو اوبو کارولو ته اړ شوي او دا د ناروغیو زیاتېدو سبب شوی.
د دوی په وینا، هره ورځ ګڼ کسان ځايي کلینک ته مراجعه کوي او ډېری کسان مجبور کېږي چې د علاج لپاره سرپُل ښار ته ولاړ شي.
د الجهاد ولسوالي د «قدوقچه» او «ادمسنګ» سیمو اوسېدونکي عبدالقدوس او محمد امان وايي:
«اوبه یې تریو دي، دغه دوه څاګانې چې یې و اېستلې تقریبآ تر ۵۰ سلنه یې اوبه د استفادې وړ دي. خلک یې له مجبورۍ استفاده کوي. که خوږې اوبه ووسي ولې خلک له تروو اوبو استفاده وکړي. تقریبآ ویلی شو چې ډېر خلک یې په ناروغیو اخته کړي. دغو تروو اوبو خلک په اسهالاتو اخته کړي. همدا د تروو اوبو تاثیرات دي.»
«ځینې وخت چې خوږې اوبه پیدا نهشي بیا مونږ له دغو تروو اوبو استفاده کوو چې بیا ناروغۍ رامنځ ته کوي. له سل سلنې یو سلنه خلک هم له میکروبونو خوندي نهدي، همدغه اوبه څکو او ګډې مو درد کوي. کلینک ته ورځو که درمل یې راکړل غنیمت دی کنه نو بیا مو مرکز یا شبرغان ته لیږي. پیسې نهلرو له یو چا یې پور کوو، او علاج پرې کوو. په خوارۍ او غریبۍ پیسې ګټو بیا یې همدغو پوروړو ته ورکوو او خپله بیا وږي پاتې کیږو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «ادمسنګ» سیمې استازي محمد اعظم هم د تروو اوبو کارولو او په دلیل یې د ناروغیو رامنځ ته کېدو په تړاو وویل:
«تر ۸۰ سلنې خلک ناروغه کوي، اوبه یې تروې دي، ماشومان یې چې وڅکۍ بیا ناروغه کیږي. اسهال کوي یې. که مشران یې وزغمي، خو ماشومان یې نشي زغملی سل په سلو کې یې ناروغه کوي.»
ورته وخت کې د سرپُل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي وویل، د دغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې صحي خدمات په نورمال ډول وړاندې کیږي او هڅه کوي چې وضعیت نور هم ښه شي.
د هغه په وینا، کوم سیمو ته چې خدمات نهرسیږي، هلته بیا له سیارو روغتیايي ټیمو استفاده کوي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي.
ده زیاته کړه چې روغتیايي ټیمونه یې د ناروغیو په اړه مختلفو سیمو کې خلکو ته صحي مشورې ورکوي.
«ټیمونه سیمو ته ځي کار کوي، همدغه اونۍ کې زه خپله الجهاد سیمې ته لاړم، څو د خلکو د اوبو ستونزه له نږدې وګورو، مونږ د انجوګانو په همکارۍ، هغو محدودو سیمو کې چې خلک یې د اوبو له ذخیرو یا «کندو» څخه استفاده کوي، د دې لپاره چې د هغوی اوبه صحي شي، ټیمونو ورته مکمل توضیحات ورکړي. مونږ کوښښ کوو چې یو بنیادي کار ورته وکړو، څو خلک له صحي اوبو استفاده وکړي او د ناروغیو مخنیوی وشي.»
د سرپُل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقهار احمدي ډاډ ورکړ چې صحي اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د یونیسف په څېر د همکاره موسسو په همکارۍ ګډ او بنسټیز کار کوي، څو د ناروغیو مخنیوی وشي.