د نیویارک ښار ښاروال ظهوران ممداني د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل جګړه غندلې او ویلي یې دي چې «په هر لحاظ باید د دې جګړې مخالفت وشي.»
نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې د واشنګټن لهخوا د «نظام بدلون جګړې» په تاریخي ډول ناوړه پایلې لرلې دي.
ممداني چې د نیویارک ښار د ژوند د لګښتونو د راکمولو په ژمنه واک ته رسېدلی، زیاته کړې چې یادې جګړې تراوسه شاوخوا ۲۳ میلیارده ډالر لګښت درلود، په داسې حال کې چې امریکا له سخت اقتصادي فشار او د ژوند د لوړو بیو له بحران سره مخ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي چې دا اندازه پیسې کولی شوي د کارګرې طبقې د ژوند په ښه کولو کې ولګېږي، لکه د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د ښوونکو ملاتړ او یاهم د زدهکړو پورونو لهمنځه وړل، خو د ده په وینا، دا ټول د یوې بلې «نظام بدلون جګړې» لپاره له پامه غورځول شوي دي.