Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۱۰ پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

ببقققققققققققققققق

د میدان‌وردګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان/FAO په مالي لګښت د راتلوونکو نسلونو موسسې/FGA په تخنیکي همکاري په سیداباد ولسوالي کې کرنې اړوند ۱۰ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بشپړیو شویو پروژو کې کاریزونو، چکډیمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یادې پروژې د ۳ میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۱۹۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پروژې پیل او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي چې خلکو ته یې اسانتیاوې هم رامنځته کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد ولایت اوسېدونکو له سرپرست حکومت او موسسو غواړي چې یاد ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام