Asset 1SWN

مادورو د ونزویلا او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو طرحه ومنله

169735914

د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د امریکا له‌خوا د خبرو وړاندې شوې، طرحه منلې.

مادورو چې د درېیم ځل لپاره ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب په لټه کې دی، له امریکا غوښتنه کړې چې پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی دغه بندیزونه د ده د حکومت ړنګولو لپاره بللي دي. مادورو په یوې ټلوېزیوني خپرونه کې له امریکا سره دغه مذاکرات بېړني وبلل.

مادورو پرون دوشنبه، جولای لومړۍ ویلي: «د دوو پرله‌پسې میاشتو راهیسې امریکا د مذاکراتو او مستقیمو خبرو بیاپیل وړاندیز کوي، له دوو میاشتو فکر وروسته مې منلې دي.»

د نوموړي په وینا، د دغه هېواد او امریکا مذاکرات د دواړو لوریو ترمنځ قطر کې د شوي هوکړه‌لیک د عملي کولو لپاره دي او راتلونکې چهارشنبه به پیل شي.

د مادورو حکومت له دې وړاندې امریکا تورنه کړې چې د دې هوکړه‌لیک عملي کولو کې پاتې راغلې.

د ونزویلا ولسمشریزې ټاکنې د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه کېږي چې د واکمن ګوند لپاره تر ټولو ستره ننګونه بلل کېږي. اوسنی سوسیالست ګوند له ۲۵کلونو راهیسې پر ونزویلا واکمن دی او هڅه به وکړي چې دې ټاکنو کې د شپږو راتلونکې کلونو لپاره خپل واک وساتي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ونزویلا ولسمشریزو ټاکنو کې د مادورو په ګډون لس کسان نوماندان دي، خو یوازې «ادموندو ګونزالس اروتیا» هغه نوماند دی چې اوسني ولسمشر نیکلاس مادورو ته ماته ورکولای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام