د پکتيا د ګردېز ښار اړوند د «عسکري فامیلیو، پوهنتون مېنې او ځينې نورو سیمو» یوشمېر اوسېدونکي وايي، د اوبو سطحې ټيټېدو له امله یې سیمو کې څاګانې او کاریزونه وچ شوي چې خلک د څښاک اوبو له ستونزې سره مخ دي.
د ګردېز ښار د «عسکري فامیلیو» سیمه کې چې دامهال څه باندې ۵۰۰ کورنۍ پکې اوسیږي، يوازينی کاريز چې ټولو ترې د څښاک اوبو لپاره استفاده کوله اوس وچ شوی.
د دغې سیمې یوه اوسېدونکي جلالالدین سلاموطندار ته وویل، ځينو کورنيو چې خپلې څاګانې وهلې وې، هغه هم وچې شوې دي.
د دوی په وینا، يادو ۵۰۰ کورنيو ته اوس د کليو بیارغونې او پراختيا رياست لهخوا په لنډمهاله توګه نيماينچه د اوبو پایپ ورکړی چې د يادو کورنيو اړتياوې نشي پوره کولای او له ياد نل څخه د اوبو ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي چې نوبت ورته ورسيږي.
هغه وویل: «د دې کاريز په وجه ډېر خلک له ستونزې سره مخ دي، اوس نيمه اينچه اوبو راکړل شوې، خو هغه د ۵سوه کورنيو اړتياوې نشي پوره کولی، دلته ما ډېر کوچني وليدل چې کوزه یې په لاس وي، د اوبو راوړولو لپاره د شپې اته بجې يا لس بجې ځي اوبه راوړي خو بيا هم نوبت نه وي. ځينو کورونو کې ژورې څاه ګانې وې ان پنځوس يا شپيته متره پورې وې، خو هغه هم وچې شوې.»
د يادې سيمې يو بل اوسېدونکی عادل بيا وايي، د کاريز اوبو د خرابوالي له امله يې ماشومان د پوستکي پر ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړي وویل: «عسکري فاميليو کې د څښاک د اوبو بې حده زیات مشکل دی، کاريزونو کې اوبه چټلې دي، حتا ناروغي رامنځته کړي. ماشومانو کې يو رقم دانې راخېژي، ځينې خلک مردارې دانې ورته وايي، اکثره خلک چې دلته دي وس نلري چې برمې ووهي.»
د پکتيا ګردېز ښار کې د اوبو رسونې شبکې رييس مفتي وحيدالله سباوون هم د خلکو ستونزې تاییدوي او له موسسو غواړي چې په حل کې يې ورسره همکاري وکړي.
ده وویل، دامهال د ګردېز ښار اړوند سيمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۵ مترو پورې ښکته شوې او همدا لامل دی چې ځينې څاګانې او کاريزونه وچ شوي.
نوموړي زیاته کړه: «يقينا د ګردېز ښار هغه ساحې چې زموږ مربوط کيږي له هغو سيمو د عسکري فامیلیو، پوهنتون مېنه او ځينو نورو سيمو خلکو موږ نه غوښتنه کړې چې د اوبو ستونزې يې حل کړو، خو موږ خپله دومره بوديجه نلرو. موږ یې ليستونه جمعه کړي او مرکز سره مو شريک کړي، مسوولان او نړيوال مؤسسات دې د خلکو ستونزې حل کړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اوبو سطحې ټېټېدل د هېواد په کچه يوه له لويو ننګونو شمېرل کيږي چې د اوبو برخې کارپوهانو په اند، که د کنترول لپاره يې اسلامي امارت او نور بنسټونه لاس په کار نشي، خلک به جدي ستونزو سره مخ شي.