د غور د مرکز فيروزکوه ښار په ختيځ «پشتهیګامورک» سيمه کې د سېلابونو له امله د بېځايه شويو کمپ کې د طبيعي پېښو له امله یوشمېر بېځايه شوي لومړنيو اسانتياوو ته له محدود لاسرسي څخه شکايت کوي.
دوی وايي، که څه هم حکومت ورته د هستوګنې ۱۰۰ کورونه جوړ کړي؛ خو د څښاک پاکو اوبو، د خوراکي او سون توکو نشتون هغه ستونزې دي چې دې ورځو کې ورسره مخ دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بېځایه شوې خدیجې وايي: «تر سهار له سړې هوا لړزېږو، کله بوټي پیدا کړو او کله هم نهوي، همداسې تېرېږي، که سون توکي راکوي، ښه ګنې، زړه یې.»
د یاد ولایت یوه بل بېځایه شوي، برهانالدین نظري وویل: «اصلي ستونزه مو د اوبه ده او د څښاک اوبه نهلرو، کلینیک نشته، سون توکي نهلرو چې وېسوځوو، له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو مو هیله ده چې د بېځایه شویو ستونزو ته پام وکړي، که مرسته ونکړي، موږ ښايي لهمنځه لاړ شوو.»
که څه هم یوشمېر بنسټونو غور کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې کړي؛ خو د زیامنو شویو کسانو په وینا، دغه مرستې بسنه نهکوي او اړتیا ده چې نورې مرستې هم ورسره وشي.
غور کې د روان کال د سېلابونو له امله بېځایه شوی نظامالدین بیا وویل: «لومړنۍ مرستې چې راسره کوي، ډېرې لږې دي، باید موسسې د ګرمو موادو مرسته وکړي، حداقل دا کال دې خلکو سره مرسته وکړي چې ژمي کې وژغورل شي.»
بلخوا د غور د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولانو وویل، له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې او همکارو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي چې دغه ولايت کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شویو کسانو سره نورې مرستې هم وکړي.
د غور د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالوکیل عبیدالله وویل: «د پېښو پر وړاندې د امادګۍ مبارزې اداره له دې وړاندې هم امادګي درلوده او امادګي لرو او ګدامونو کې مواد هم لرو چې ژر به ووېشل شي. له خپلې مرکزي ادارې مو هم مواد غوښتي اماده کړي یې دي او روان به یې کړي، خدای دې وکړي چې ژمي کې پېښې ونشوي، که وشي رسېدنه به وشي.»
غور کې د روان کال سېلابونو د دغه ولایت کې ګڼې کورنۍ بېځایه کړې او ستر مالي زیانونه یې هم اړولي دي.