د لوګر محلي مسوولان وايي چې د خوړو نړیوال پرګرام/WFP په مالي لګښت او (RRAA) موسسې په تخنیکي همکاري د برهکي برک ولسوالي په شاوخوا ۸۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلاموطندار ته وویل، دغه مرسته د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ پر بېوزله او اړمنو کورنیو وېشل شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همراز زیاته کړه، هرې کورنۍ ته شاوخوا ۷۵۰۰ افغانۍ وېشل ورکړل شوي او په پام کې ده چې ورته مرستې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړمنو کورنیو ووېشل شي.
د لوګر برهکي برک ولسوالي بېوزله او اړې کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري له بېوزله او اړو کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وشوه.
باید وویل شي چې تېره ورځ هم د خوړو نړیوال پروګرام/WFP له لوري د برهکي برک او څرخ ولسوالۍ په شاوخوا ۱۳۵۰ بېوزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.