د لوګر محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالي پر «خاکې دښته» د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د کلونو راپورته شوې شخړې د هواري هڅې پيل کړي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل چې د خاکې دښتې د ځمکې پرسر د شخړې هواري لپاره د ولایت مقام رییس میرویس په مشري یو پلاوی ټاکل شوی او هڅه روانه ده چې دغه پخوانۍ شخړه په سولهییزه توګه هواره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې په جوړ شوي پلاوي کې د ولایت مقام، امنیه قومنداني، استخبارات، علماوو شورا او یوشمېر ولسوالیو ولسوالان هم شامل دي.
د نوموړي په وینا، یاد پلاوي په لومړي سر کې خاکې دښتې ته سفری کړی او دواړه لوري یې د یوه او بل سیمې ته له داخلېدو راګرځولې دي.
لوګر خاکې دښتې باندې له نن څخه شاوخوا ۱۵کاله وړاندې د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ هغه مهال شخړه رامنځته شوه چې د وخت ولسمشر حامد کرزي کوچیانو ته د ۳زره جریبه ځمکې فرمان صادر کړ.
له هغې ورځې راهیسې تراوسه د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ څو ځلې وسلهوالې نښتې رامنځته شوي او دواړو لورو ته درنه مرګژوبله هم اوښتې.