Asset 1SWN

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست تېر کال ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

IMG-20231120-WA0003

د لوګر  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د روان کال له پيل څخه تراوسه له مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل چې د روان کال له پیله راهیسې د پل‌علم په ګډون له شپږو ولسوالیو څخه ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

همراز زیاته کړه چې دغه عواید يې د سږني کال له پیله تر دې دمه د مرکز په ګډون له ټولو ولسوالیو څخه د عشر، د تراکتورونو او ځمکو د اجارې، د سرکاري باغچو (ځنګلونو) د پلورلو او فارمونو او د دغه ادارې د یوشمېر نورو جایدادونو د کرایې له لارې راټول کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د عوایدو راټولو کې د پخوا په پرتله شاوخوا ۶۰سلنه زیاتوالی راغلی چې روڼوالی په ګوته کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېر کال هم د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له کروندګرو، بڼوالو او له خپلو جایدانو له درکه عشر او کرايې را ټولې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام