د پوهنې وزارت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره د سواد زدهکړې هوکړه لاسلیک کړه.
د پوهنې مسوولان د دغې هوکړې له لاسلیک څخه موخه، د هغو زندانیانو لپاره چې زدهکړې نهلري، د سواد زدهکړو دورو پراخول، د اسانتیاوو رامنځ ته کول او د زدهکړې فرصتونو زیاتول بولي.
د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې پروګرامونو د انسجام او بسیج امر زاهد الله سلیمي نن (یکشنبه، سرطان ۲۲) کابل کې یوې غونډې ته وویل، د دغې هوکړې پر بنسټ په د هېواد په ۳۹ زندانونو کې د څه باندې ۲ زره زندانیانو لپاره د سواد زدهکړې زمینه برابره شي.
«دغه هوکړه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ۳۹ زندانونو کې د ۲زره او ۳۹۱ زندانیانو لپاره د سواد زدهکړې دورې برابریږي، همدا ډول د هغوی لپاره د پوهنې وزارت منظور شوی تعلیمي نصاب په پام کې نیول شوی چې ۹ میاشتني کورسونه دي، کوم کسان چې ورڅخه فارغیږي، د پوهنې وزارت او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري هغوی ته تصدیق پاڼې هم ورکول کیږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي، له پوهنې وزارت سره د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس د ډېر عمرلرونکو زندانیانو لپاره هم د زدهکړو زمینه برابریږي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او روزنې رییس نظر محمد ناصري په دې اړه وویل:
«له نیکهمرغه زندانونو کې د سواد زدهکړې ۶۸ ټولګي لرو، د دغې هوکړې له لاسلیک وروسته به انشاالله هڅه وکړو چې کورسونه اضافه شي، ۹۷ مدرسې او ۱۷ ښوونځي لرو، د ماشومانو لپاره دي او مونږ د ډېر عمرلرونکو لپاره دغه پروګرام جوړ کړی دی»
د پوهنې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه وزارت په پام کې لري، څو راتلونکو دریو کلونو کې هېواد کې د یو میلیون کسانو لپاره د سواد زدهکړې پروګرامونه په لاره واچوي.