که څه هم کرملین اوکراین سره د سولې خبرو بل پړاو د کره نېټې ټاکلو په اړه څه نهوايي، خو د یاد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اوکراین د سولې خبرو په برخه کې اوږد مزل پاتې دی.
دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي، د امنیتي تضمینونو لپاره اسناد چمتو شوي دي.
زېلېنسکي زیاته کړې چې په دې اسنادو کې ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو بندیز، د ناټو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو منع او همدارنګه روسیې ته د اوکراین له خاورې د ګواښ نه کارونې اړوند مسایل پهکې شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، دواړو لورو په وروستیو خبرو کې موافقه کړې چې بل پړاو مذاکرات باید وشي، خو وخت یې، لا نهدی ټاکل شوی.
د اوکراین ولسمشر په وینا، راتلونکی پړاو به په متحده ایالاتو کې ترسره شي. همدارنګه، د اوکراین ولسمشر د شنبې پر ورځ ویلي و چې امریکا غواړي جګړه پای ته ورسیږي.
په دې وروستیو کې، روسي، اوکرایني او امریکایي پلاویو دوه ځله په ابوظبي کې د خبرو مېز ته کښیناستلي، څو د اوربند لپاره یوه موافقه ترلاسه شي.