افغانستان کې د ټاپي پروژې چارو پیل سره هممهاله یادې پروژې هېواد کې د کاري زمینو رامنځتهکېدو ته د افغانانو هیلهمندي زیاته کړې.
یاده پروژه دوه ورځې وړاندې د افغانستان سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو لهخوا په رسمي توګه پرانېستل شوه.
د کابل ښار اوسېدونکي شفیعالله هېواد کې د وزګارتیا لوړې کچې څخه شکایت کوي او وايي، د کاري فرصتونو رامنځتهکولو لپاره باید هېواد کې ورته پروژې پلې شي.
هغه وویل: «خدای دې وکړي چې خلکو ته کار پیدا شي او خلک وکولای شي، یو ځای بوخت شي. خلک د وزګارتیا له امله اړ دي چې ایران او پاکستان ته لاړ شي.»
د اقتصادي چاروشنونکي هم د دغو پروژو مثبتو اغېزو ته خوښ دي او وايي، د ورته پروژو پليکول کولای شي، هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد وویل: «د ټاپي په پليکېدو سره به افغانستان د ټرانزیت له درکه کال له ۴۵۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او همداراز افغانستان ته به ډېر ګاز ولېږدول شي او ترڅنګ به یې، د دې نللیکې ترڅنګ لوېدیځ زون کې برښنا هم تامین شي، نو دا پروژه حیاتي ده.»
ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو لېږد پروژه ده چې افغانستان کې یې اوږدوالی ۸۱۶ کیلومټره ښوولی شوی او له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.
دغه پروژه ۲۰۱۵ کال کې پیل شوه او ټاکل شوې وه چې ۲۰۱۸ کال پرمهال یې، افغانستان کې عملي چارې پیل شي، خو تراوسه ځنډول شوې وې.
سره له دې چې ځینې باور نهلري چې دغه پروژه به په بریالیتوب سره د افغانستان خاوره کې عملي شي، خو د سرپرست حکومت مسوولان ډاډ ورکوي چې د تطبیق لپاره یې جدي هڅې کوي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وویل: «د دې سترې پروژې عملي کول، به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، ملي عواید لوړېږي او افغانستان سیمه کې د هېوادونو ترمنځ پر یوه دهلیز بدلېږي.»
د ټاپي پروژه داسې مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پرانیستل کېږي چې د پرانیستې مراسمو کې یې د پاکستان او هند چارواکو چې د دغې پروژي مهم لوري دي، ګډون نهدرلود.