Asset 1SWN

سلام وطندار

تېرکال څه باندې ۲۱۸زره معلولان د بیارغونې له خدمتونو برخمن شوي

HA2dxUZaAAMwpHj

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې (ICRC Afghanistan) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیت‌لرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا خدمتونه د هېواد په اوو فزیکي بیارغونې مرکزونو کې شوي چې په‌کې مصنوعي غړي (پروتزونه)، فزیوتراپي او د توان‌‌ورکړې، نورې طبي پاملرنې شاملې وې.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د تحرک بېرته ورګرځول، د کرامت بېرته ورګرځول دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې ادارې په وینا، یاد خدمتونه د دې لامل شوي چې معلولیت‌لرونکي کسان خپلواکي بېرته ترلاسه کړي او یو ځل بیا د ټولنې په عادي ژوند کې ونډه واخلي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، افغانستان د لسیزو جګړو، ماینونو او ناچاوده توکو له امله د معلولیت‌لرونکو کسانو له سترې ستونزې سره مخ دی.

د بشري بنسټونو په باور، د فزیکي او رواني بیارغونې دا ډول پروګرامونه د زرګونو کورنیو د ژوند د ښه‌کېدو لپاره حیاتي ارزښت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام