د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن چهارشنبه، د غويي ۱۲مه د تېر ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې افغانستان ته د راغلو بهرنیو وګړو شمېر په ډاګه کړ.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرمهال د هېواد د سرحدي پولو او هوايي میدانونو له لارې ٢٧زره او ٩١٤ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او تللي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، دغه شمېر بهرني وګړي افغانستان ته د سیاحت او کار لپاره راغلي دي.
د دې ادارې ویاند محمدحلیم رافع وویل: «ثبت شوې شمېرې ښيي چې تېرکال د ۶۷۵ مېرمنو، ۱۵زره او ۱۵۳ کسان هېواد ته راغلي او ۱۲زره او ۷۶۱ نور کسان چې بهرنیان دي، ۴۹۵ یې مېرمنې دي، له هېواده وتلي دي.»
له دې ټولو سره سره د اقتصادي مسائلو کارپوه ظاهر بهزاد افغانستان ته د بهرنیو اتباعو تګ د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي او په دې برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.
بهزاد په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «په څومره اندازه چې بهرني وګړي افغانستان ته د کار او پانګونې لپاره راځي، ښه دی، ځکه د دوی په راتلو بهرني اسعار هم هېواد ته راوړل کېږي او نړۍ سره د افغانستان تعامل هم ډېرېږي.»
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړى و چې په افغانستان کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى او په ٢٠۲۳ کال کې ٧٠٠٠ سيلانيانو چې ډېرى يې چينايي وکړي وو، له افغانستان څخه ليدنه کړې.