Asset 1SWN

هرات کې تېرکال څه باندې ۴۵۴زره پېژندپاڼې وېشل شوي

تذکره-الکترونیکی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېر ۱۴۰۲کال پرمهال په هرات کې خلکو ته څه باندې ۴۵۴زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

یادې ادارې نن سه‌شنبه د غويي څلورمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په وېشل شویو پېژندپاڼو کې ۲۷۹زره او ۴۳۰ برښنايي او ۱۷۵زره او ۳۰۰ یې کاغذي پېژندپاڼې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې ادارې د هرات د احصايې او معلوماتو ریاست د رییس محب‌الله هدایت له قوله لیکلي چې هره ورځ شاوخوا ۲۴۰۰ کسان د برښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداې لیکلي: «تېرکال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي چې ۲۷ زره او ۶۰۳ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۴۹زره او ۷۶۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»

د هرات د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ، په ياد ولايت کې د برښنايي پېژندپاڼو درې څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي چې یادې ادارې د هېواد په کچه د برښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې‌پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برښنايي پېژندپاڼېترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام