Asset 1SWN

تېرکال معلولانو او یتیمانو سره څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته شوې

GVfAvVKW8AAYBz7

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې، کونډو، یتیمانو او معلولانو سره په ټولییز ډول څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته کړې.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۳۱مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې» کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، تېرکال  ۶۱۲۰۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولانو ته په ټولیز ډول، ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتنۍ مرسته شوې او د خیریه موسسو له لوري ۸۹۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولانو سره بیا د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه ۶۵۳۲۶۵ کونډې، یتیمان او معلولان تثبیت شوي چې له ډلې یې، ۲۶۴۳۳۵ کسان په سېسټم کې ثبت شوي دي.

تېرکال د یاد وزارت له‌خوا د مرستو لپاره د مستحقو کسانو د تصفیې بهیر پیل کړی و چې پرمهال یې، ۲۸۱۸۳ کسان غیر مستحق پېژندل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په وروستي یوه کال کې یاد وزارت له ۶۷ خیریه موسسو سره، د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، اړمنو او مستحقو کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام