Asset 1SWN

لښکرګاه ښاروالي سږکال د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کوي

هلمند

هلمند کې د لښکرګاه ښاروالي مسوولان وايي چې روان ۱۴۰۳کال کې به د مرکز لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کړي.

د لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمدابشار سلام‌وطندار ته وویل، ۱۴۰۳کال کې پلان لري چې ۱۴پروژې پلې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې یادې پروژې د ښار په اتو ناحیو کې پلي کېږي او ۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې شي چې د ښاروالي پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «په دغه پروژو کې د سړکونو قیریزي‌کول او داغ‌‌‌ګیري، هوارکاري، د زنانه، مردانه تشنابونو رغول، کانګریټي دیوالونه جوړول، پارکونو جوړول او د شپني لایټونو د ښار د روښانه کولو پایو درول دي.»

ابشار همدارانګه زیاته کړه چې دې پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکو جوړول او د زړو پارکونو بیاغونه هم شامل دي.

بل‌خوا د لښکرګاه ښاریان د ښاروالي له  فعالیتونو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د ښار هغو برخو ته دې پاملرنه وشي چې جوړونې، بیارغونې او نورو ښاري خدمتونو ته اړتیا لري.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالهادي سلام‌وطندار ته وویل: «ښاروالي چې کوم چوکونه جوړ کړي او شپني څراغونه یې لګولولي، د دې څخه خلک ډېر خوشحاله دي. ډېر ښه خوند کوي. خلک هم باید د ښار په ساتنه کي پوره ونډه ولري، دا د ټولو ګډ کور دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لښکرګاه ښاروالي مسوولانو د معلوماتو له مخې، په تېرکال هم په لښکرګاه ښار کې ۱۷ لویې او کوچنۍ پروژې پلې شوي او پر یادو پروژو ۱۶۴میلیونه افغانۍ لګښت راغلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام