د هلمند امنیه قومنداني د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د عملیاتو پرمهال د ګرمسېر او خانشین ولسوالیو په اړوند سیمو کې په لویه کچه نشهيي توکي نیولي دي.
د امنیه قومنداني ویاند، ملاعزتالله حقاني، سلاموطندار ته ویلي چې د عملیاتو پرمهال د ګرمسیر ولسوالي د صفار په سیمه کې ۵۰۰۰ کیلوګرامه نشادر او د خانشین ولسوالي کې ۱۲۵ کیلوګرامه ښیښه کشف او ضبط کړې ده.
نیول شوي توکي په څلورو جلا موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقوړونکو غوښتل چې دا توکي بهر ته ولېږدوي.
د نوموړي په وینا، په یادو عملیاتو کې څلور کسان د دې پېښې په تړاو نیول شوي چې دامهال تر قانوني څېړنو لاندې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حقاني زیاتوي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ، پلان او پلي شوي او د نورو ورته پېښو د مخنیوي لپاره د امنیتي ارګانونو هڅې روانې دي.
هلمند له ډېره وخته د نشهيي توکو د تولید، قاچاق او پراخ بازار له امله د نړیوالو او سیمهيیزو امنیتي نهادونو د اندېښنې وړ سیمه ګڼل کېدله، خو واک ته داسلامي امارت تر بیا رسېدو وروسته، دغلته د نشهيي توکو قاچاق مهار او د کوکنارو کرکیله صفر ته ټیټه شوې ده.
دغه ولایت کې د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مسوولان وايي چې دوی په دوامداره توګه هلمند کې د قاچاقوړونکو د پېژندنې او د هغوی د شبکو د شنډولو لپاره هڅې کوي.