د کابل د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت لري او وايي، د اوبو کمښت له کبله ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د کابل د کلوله پشتې سیمې اوسېدونکی قاسم سلاموطندار ته وايي چې درې ورځې وروسته یو وار په دولتي نلونو کې اوبه ورخوشې کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «درې ورځې وروسته په ښاري نل کې اوبه راځي، څلور-پنځه بوشکې اخلو او نور ورته لاسرسی نهلرو، موږ غواړو چې د اوبو نلونه راته زیات کړي.»
د کابل د شهرارا سیمې اوسېدونکی عظیم بیا وايي چې د یادې سیمې ټول اوسېدونکي د اوبو کمښت سره مخ دي. «شهرارا کې د اوبو څاګانې وچې شوي او اوبه کمې دي. د دې سیمې ټول اوسېدونکي د اوبو کمښت سره مخ دي، دا یوازې زموږ ستونزه نهده، د ټولو ستونزه ده.»
د کابل د دویم پروان سیمې اوسېدونکی احمدالله له سرپرست حکومت غواړي چې د پلازمېنې اوسېدونکو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي. «۱۲۰مټره څاه مو کیندلې وه، وچه شوه او جومات هم یو نل لري چې اوبه پهکې کمې دي او خلکو ته یې، نهوېشي او خلک له روغتون اوبه راوړي. اوبه کمې دي، که حکومت څاه وباسي، ښه به شي.»
د اوبورسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسوولان وايي چې کابل ښاریانو ته د پاکو اوبو برابرولو لپاره پلانونه تر لاس لاندې لري.
د یاد شرکت رییس مطېعالله زاهدي وویل: «په اوږدمهال پلان کې له څاګانو استفاده کوو، لنډمهال کې زموږ یوه پروژه ده چې قرغه کې ده، د بشړېدو په حال کې ده.
او یوه بله پروژه ځنډېدلې وه چې اوس له ځنډېدو راوتلې او کار پرې روان دی او اوږدمهال لپاره ده چې د پنجشېر اوبه کابل ته لېږدول کېږي.»
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې «یونېسف» له دې وړاندې خبرداری ورکړی چې کابل ښار به تر ۲۰۳۰ کاله د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي.
یونېسف زیاته کړې چې کابل ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت د اقلیمي بدلون له مهمو عواملو ګڼل کېږي.