Asset 1SWN

پکتیکا کې د کارخونو مسوولان: د برښنا او صنعتي‌پارک نشتون مو کاروبار اغېزمن کړی

20250115_162134

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسولان شکایت کوي چې د برښنا او صنعتي پارک نشتون یې په کاروبار منفي اغيز کړی.

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسوولان وايي، د دولتي برښنا او صنعتي پارک نشتون له امله ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی سلام‌وطندار ته وويل، مرکز ښرنه کې د صنعتي پارک د نشتون له امله ټولې تولیدي کارخونې د ښار اړوند شخصي ځايونو کې فعالې دي چې کرايې يې لوړې او له بل پلوه چاپېريال او خلکو ته هم زيان رسوي.

مرکز ښرنه کې د پلاستيکي کڅوړو د جوړلو کارخونې مسوول نورمحمد وويل، د دولتي برښنا نشتون له امله کارخونه په لمريزه برښنا چلوي چې په ژمي کې د اسمان وريځ کېدو په وجه د فابريکې فعاليت دروي.

هغه وويل، توليد شوې پلاستيکي کڅوړې يې د خرڅلاو ښه بازار لري. «د برښنا له وجې چې کمښت يې دی، هوا هم خرابه ده؛ نو موږ ته ضايعات کوي، نو موږ دا کارخانه مو بنده کړې ده. ما په دې کارخونه پنځه‌نيم ميليونه لګښت کړی، اوس دا شپږ مياشتې کېږي چې د برق له وجې بنده ده. موږ پکتيکا کې د برق د نشتون له وجې شته کارخانې بندې دي بل زموږ کارخانې يوه په يو ځای کې ده بله په بل ځای کې ده دا بايد ټولې په يو ځای کې وي او صنعتي پارک ورته جوړ شي.»

مرکز ښرنه کې د يوې بلې کارخونې خاوند نياز محمد چې د ماشومانو خوراک پاپړ توليدوي وويل، کارخونه یې په يوه شخصي کور کې فعاله کړې.

هغه وويل، د شخصي ځايونو کرايې لوړې دي او که صنعتي پارک ورته جوړ شي، د دوی کاروبار به ورسره وغوړيږي او توليدات به يې هم يو څه ارزانه شي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ غوښتنه د صنعتي پارک ده له يوې خوا بازارونه خراب او کمزوري دي او بل دلته کرايې شپږ اوه زره اته زره دي، د کاريګرو تنخواوې دي نو که صنعتي پارک موږ ته جوړ شي نو دا به غټه همکاري وي.»

د پکتيکا د صنعت او سوداګري رياست مسوولان وايي، دامهال پکتيکا کې د منځنۍ او کوچنۍ کچې ۱۶ توليدي کارخونې فعالې دي.

د پکتيکا د صنعت او سوداګری رياست وياند شعيب بيان وويل، د صنعت ودې او پراختيا لپاره د صنعتي پارک لپاره زر جريبه ځمکه ځانګړې شوې.

هغه زياتوي چې د پارک جوړېدو او ځمکو ويش چارې به يې هم ژر پيل شي او ولايتي اداره هڅه کوي چې راتلونکي ۱۴۰۴ هجري کال کې پکتيکا ته د ورادتي برېښنا چارې هم پيل کړي.

نوموړي وویل: «دا چې د فابريکو مسولين د صنعتي پارک او د برېښنا غوښتنه کوي نو په ډاډ سره ويلی شم چې د دوی ياده ستونزه حل کېدونکې ده د اميرالمؤمنين د فوق العاده فرمان په اساس په پکتيکا ولايت کې د يو صنعتي پارک زر جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، پکتيکا کې په ياد شمېر کارخونو کې سلګونه کسانو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام