د ډاکټرانو په باور، سره له دې چې د مېندو او نويو زیږېدلو ماشومانو د مرګونو ناروغیو د مخنیوي لپاره د تیتانوس واکسین تطبیق حیاتي دی، خو جوزجان کې یو شمېر ښځې وایي چې د پوهاوي نهلرلو، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله، تر اوسه له دې واکسین څخه محرومې پاتې دي.
دوی زیاتوي چې د دغو ستونزو ترڅنګ، ناسم باورونه هم هغه مهم عوامل دي چې ښځې د دې واکسین له کولو راګرځوي.
د شبرغان ښار اوسېدونکې ۳۵ کلنه شمیلا او ۳۷ کلنه سودابه چې د پوهاوي نهلرل له امله یې تراوسه د تیتانوس واکسین نهدی کړی، وایي:
«د تیتانوس واکسین نوم مې له ټلویزیون او خلکو اورېدلی، خو دقیق مالومات نهلرم او نه پوهېږم چې څومره مهم دی. د مور په وینا مې په ماشومتوب کې واکسین شوې یم، خو په ځوانۍ کې د دغه واکسین لپاره تراوسه کلینیک ته نه یم تللې.»
«د دې واکسین په اړه مې اورېدلي، خو ډېر مالومات نه لرم. یاد مې دي چې د ځوانۍ په وخت کې مې څو دوزه اخیستي، خو بشپړ نه شول.»
د شبرغان ښار بله اوسېدونکې ۴۰ کلنه آرزو چې د ټولنیزو ناسمو باورونو له امله یې تراوسه د تیتانوس واکسین نه دی کړی، وایي:
«د دې واکسین په اړه مو له خلکو بېلابېل څه اورېدلي؛ ځینې وایي ګټه لري او ځینې وایي زیان لري، له همدې امله موږ ډاډه نهیو چې دا څومره مهم دی.»
د پوهاوي نهلرلو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو لرېوالی او اقتصادي ستونزې هم د ښځو لپاره دې واکسین ته د لاسرسي پر وړاندې جدي خنډونه بلل کېږي.
په مستعار نوم سمیرا او آرزو هغه دوه ښځې چې روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اقتصادي ستونزو له امله یې تراوسه د تیتانوس واکسین نه دی کړی.
دوی وایي: «کلینیک له موږ ډېر لرې دی او تګراتګ هم لګښت لري. له همدې امله نه یم توانېدلې چې د واکسین اخیستو لپاره مراجعه وکړم.»
«د کلینیک لاره لرې ده او موږ د تګراتګ وسیله نهلرو. که روغتیايي خدمتونه نږدې وی، حتماً به مو واکسین اخیستی وی.»
په همدې حال کې، د نسایي او ولادي برخې متخصص ډاکټران د ښځو، په ځانګړي ډول د امیندواره ښځو لپاره د تیتانوس واکسین تطبیق حیاتي بولي او په مشخص وخت یې پر تطبیق ټینګار کوي.
د نسایي او ولادي متخصصه شبانه حیدري وایي: «د تیتانوس واکسین د مور او ماشوم د ساتنې لپاره مهم رول لري او نه تطبیق یې جدي روغتیايي خطرونه، لکه د ماشوم مړینه او آن د مور ژوند ته ګواښ، رامنځته کولی شي.»
هغه زیاتوي چې: «ځینې کورنۍ فکر کوي چې دا واکسین ناروغي رامنځته کوي، یا وایي چې د کورنۍ نورو غړو واکسین نهدی کړی، نو موږ یې هم نه کوو. دا ډول باورونه د واکسیناسیون پر وړاندې جدي خنډ دی.»
په همدې حال کې، د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې دې ولایت کې زرګونو ښځو ته دا واکسین تطبیق شوی او د خلکو د پوهاوي کچې لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ګلآغا بارکزی وایي: «د عامې روغتیا ریاست د خپلو ۵۹ فعالو روغتیايي مرکزونو له لارې ښځو ته د واکسین خدمتونه برابروي او هڅه کوي په دې برخه کې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې د کورنیو پوهاوی لوړ کړي.»
د ډاکټرانو په وینا، د اومېندوارۍ پرمهال د ښځو لپاره په پنځو دوزونو کې د تیتانوس واکسین سپارښتنه کېږي او کولی شي د خطرناکو ناروغیو مخنیوی وکړي.