کرملېن وايي چې روسیه او امریکا په اوکراین کې د احتمالي سولې ټينګښت لپاره د نظرونو او دوه اړخیزو اړیکو جوړولو په موخه په ګډه کار کوي.
کرملېن دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټرمپ ویلي، له «پوتین غوسه دی.»
ټرمپ اېنبيسي نیوز ته ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي پر باور د پوتین نیوکې له کبله په غوسه دی او په وینا یې، وړاندیز یې کړی چې له روسیې د تېلو اخیستونکو باندې له ۲۵ تر ۵۰سلنه تعرفه ولګوي.
د کرملېن ویاند ډیمټري پېسکوف د ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې مسکو له واشنګټن سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او ټرمپ سره د پوتین د اړیکې لپاره ټولې دروازې پرانېستې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «لومړی باید له امریکايي لوري سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې بېرته ورغوو چې د تېرې ادارې پرمهال خورا زیانمنې شوې وې. همداراز د اوکراین په اړه د ځینو نظریو د پليکولو او حلولو په حال کې یوو.»
نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې د اړتیا له مخې به ټرمپ او پوتین ډېر ژر ټیلیفوني خبرې وکړي، خو په وینا یې، دغه ټیلیفوني اړیکه روانه اوونۍ نهده ټاکل شوې.