Asset 1SWN

کلکته او حیدراباد نن د «ای‌پي‌اېل» لومړۍ کوالېفای لوبه کوي

48970ae2-fe15-4a42-a3aa-f373521423fa

د هند کرېکټ غوره لیګ کې له ۷۰ سیالیو وروسته د یاد لیګ څلور لوبډلو «پلې‌اوف» پړاو ته لاره پیدا کړه چې نن به یې لومړۍ کوالېفای لوبه وشي.

سنرایزرز حیدراباد، کلکته نایټ‌رایډرز، رویال چلنجرز بنګلور او راجستان رویالز هغه لوبډلې دي چې د سږني ای‌‌پي‌اېل ۱۷م پړاو ته یې لاره موندلې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې لومړۍ کوالېفای لوبه نن سه‌شنبه، مې ۲۱مه، د کلکته نایټ‌رایډرز او حیدراباد لوبډلو ترمنځ د هند د احمداباد په نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

دواړه لوبډلې د سیالیو جدول په لومړي او دویم ځای کې شتون لري. که هره لوبډله دغه سیالي ګټي، پای‌لوبې ته وځي او بایلونکې لوبډله به د لومړۍ اېلېمېنېټور له ګټونکې لوبډلې سره سیالي وکړي.

لومړۍ اېلېمېنېټور کې به راجستان رویالز له رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې سره سیالي وکړي.

دواړو لوبډلو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبه کوي.  رحمن‌الله ګربز او الله محمد غنضفر په کلکته او فضل‌الحق فاروقي هم سنرایزرز حیدراباد لوبډلې سره لوبېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادو یوه افغان لوبغاړي هم تراوسه روان لیګ کې لوبه نه‌ده کړې او تمه ده چې پاتې لوبو کې به د خپلې لوبډلې لپاره ولوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام