Asset 1SWN

د خوست کرنې رياست: سږکال د غنمو حاصلاتو کې د ۳۰سلنه ډېروالي اټکل شوی

غنم-خوست

د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې، دغه ولایت کې د تېرکال «۱۴۰۲» په پرتله سږکال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د دوی په وینا، روان کال د غنمو فصلونه د ږلۍ او نورو طبيعي افتونو څخه خوندي پاتې شوي چې ورسره یې حاصلات ښه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست سلاکار بهيرګل صابري وايي چې تېرکال له ۱۷زره هکتاره ځمکې، شاوخوا ۷زره ټنه د غنمو حاصلات ټول شوي، خو سږکال د څه باندې د ۱۰زره ټُنه غنمو حاصلاتو اټکل شوی دی.

هغه وویل: «باوجود چې اوس د رفع حاصل په حالت کې موقعيت لري، خو په مجموع کې حاصلات ډېر ښه دي. يو علت يې دا دی چې زموږ حاصلات د طبيعي افتونو ږلۍ څخه وژغورل شول او دویم یې، دا دی چې موږ تقریباً وتوانېدو ۱۴۰۲کال کې تقریباً ۱۰زره بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او ورسره، سرې هم ورکړې وې.»

خوست کې کروندګر هم خوښ دي چې د نورو کلونو په پرتله يې د غنمو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

د خوست تڼيو ولسوالي يوه ګروندګر بخت‌الله سلام‌وطندار ته وویل، سږکال بارانونه زیات و، ځکه يې د غنمو فصلونه هم له نورو کلونو ډېر اټکل شوي.

هغه وويل:«سږکال الحمدالله په دا ډېرو کلونو کې دا ډول غنم نه‌و شوي، لکه سږکال چې وشول. ځکه چې نه ږلۍ شوې او بارانونه ډېر په وخت وشول. اوس الحمدالله د للمو او د اوبيزو ځمکو د غنمو حاصلات ټول په یوه اندازه دي، یوځای کې هم فرق نه‌لري.»

کروندګر عيدمحمد بيا وايي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري پر ځینو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ویشل شوي چې په وینا یې، کیفیت یې ښه‌ نه‌و او په‌کار ده چې راتلونکې کې ښه کیفیت لرونکي تخمونه ووېشل شي.

هغه وویل: «موږ چې څومره خواري او مصرف کړی، په هغه ډول حاصل یې نه‌دي، نو تخومونو باندې ډېر کار په کار دی، نړۍ يې پرې کوي. زموږ نه ښه خاوره په دا دنيا کې نشته، خو فصلونه له نړۍ نه زموږ کمزوري دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، سږکال پلان لري چې د مرکز په ګډون په ولسواليو کې شاوخوا ۲۳زره کروندګرو ته د غنمو باکيفيته اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي کوډونه ووېشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام