Asset 1SWN

خالد حنفي: که له نجلۍ څوک مهر واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي

12cb85d3-fe68-42d0-ac70-3f0c35ca1196

د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، تېرو شلو کلونو کې افغان ښځې له خپلو حقونو محرومې وې او په وینا یې، ا.ا دوی ته حق ورکړی دی.

خالد حنفي دغه څرګندونې نن یکشنبه، وږي څلورمه فاریاب کې د دیني عالمانو په یوې غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز دې غونډه کې ویلي، څوک حق نه‌لري چې د یوې نجلۍ د مهر حق ترې واخلي. هغه ټينګار وکړ، که څوک د نجونو مهر ترې واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

حنفي زیاته کړې، که له نجلۍ د نوموړې پلار، ورور یا هم کاکا د هغې مهر ترې واخلي، کولای شي، د امربالمعروف ریاست او وزارت ته مراجعه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه د امربالمعروف وزارت د نړۍ په کچه یوه کم‌سارې ادارې بللې او له خلکو یې، غوښتنه کړې چې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام