Asset 1SWN

خیرالله خیرخواه د میدان‌وردګ د نوي والي په توګه خپله دنده پيل کړه

365378d0-2ede-44b1-8d74-7b58cd8983f9

د میدان‌وردګ د نوي والي ملا خیراالله خیرخواه د دندې پيل مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ګډون د ا.ا لوړو پوړو چارواکو، دغه ولایت مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري د پخواني والي قاري بختیار معاذ لاسته‌راوړنې وستایلې او د میدان‌وردګ له مسؤولینو او ځايي اوسېدونکو یې وغوښتل چې نوي والي سره په ټولو چارو کې همکاري وکړي.

د میدان‌وردګ نوي والي ملا خیراالله خیرخواه جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د شته امکاناتو په صورت کې به دغه ولایت اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمت کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي وویل، اسلامي امارت مشرتابه چې کوم مسؤولیت ورته سپارلی په ښه توګه به یې ترسره کړي.

بل‌خوا د میدان‌وردګ علماوو شورا ریيس مولوي عبدالهادي فضلي د پخواني والي لاسته‌راوړنې وستایل یې او زیاته یې کړه چې په تېرو څو کلونو کې یې د میدان‌وردګ ولسونو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت ولسونه د شته نظام ملاتړ کوي او مسؤلو ادارو ته پکار ده چې د ولس ته اساسي خدمات برابر کړي.

هېره دې نه‌وي چې د میدان‌وردګ نوي والي ملا خیرالله خیرخواه له دې وړاندې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام