Asset 1SWN

خیرخواه: نظام د افغان ولس پر ملاتړ مخکې روان دی

download

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې اوسنی حکومت د افغان ولس پر ملاتړ مخکې روان دی.

نوموړي نن سه‌شنبه کابل کې پر افغانستان د ا.ا د بیاواکمنېدو په اړه جوړې شوې غونډې پرمهال وویل چې ځینې کړۍ له هېواده بهر د نظام پر ضد تبلیغات کوي، خو په وینا یې، اوسنی حکومت د خلکو په ملاتړه سره وړاندې روانې دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه وویل: «اوس ځينې ورانکارې کړۍ له هېواده بهر د نظام پر وړاندې تبليغات کوي، خو دوی بايد پوه شي چې نظام تلونکی نه دی، بلکې دغه نظام د افغان ملت په ملاتړ پر مخ وړاندې روان دی.»

دې غونډه کې نوموړي همداراز زیاته کړه چې د اوسني راتلو سره هم‌مهاله د تجزیې مخه نیول شوې او هېواد کې امنیت ټينګ شوی دی.

بل‌خوا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور دې غونډه کې ویلي چې افغانستان باید له سیالانو سره سیال او هره برخه کې اول نمبر شي.

نوموړي ویلي: «اوس موږ په حکومتدارۍ کې يوو او بايد افغانستان له سيالانو سره سيال کړو او په هره برخه کې يې اول نمبر کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نن سه‌شنبه د زمري ۲۴مه پر افغانستان د ا.ا د بیاواکمنېدو د دویمې کلیزې سره برابره ده. دوه کاله وړاندې پر همدې ورځ د محمداشرف غني په مشري د ملي یووالي حکومت وپرځېد او پر ځای یې ا.ا له څه باندې ۲۰ کلونو وروسته بیا واکمن شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام