Asset 1SWN

لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو نشرات ځنډول شوي

په لغمان کې د کاوون غږ راډیو تر تړل کېدو وروسته د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کاوون غږ راډیو د بیت‌المال او د دولت ملکیت دی. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وايي، دا راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د امریکايانو د «پي‌ارټي» له لوري د انټرنیوز په همکاري جوړه شوې چې په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري درې‌کلن جواز ورکړل شوی و.

د هغه په خبره، کاوون ‌غږ راډیو د ملي امنیت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او د ولایت مقام په همغږۍ مهرلاک شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «په ۱۳۸۴ کال کې په لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ، ښاروالي، د ښځو چارو ریاست، مخابراتو، امنیې قومانداني او امنیت له لوري د ګډ پلاوي له‌خوا دغې راډیو ته یو مدیر ټاکل شوی و او په هرو دوو کلونو کې به یادې راډیو ته د ازادو سیالیو له لوري مدیر ټاکل کېده. د دغې راډیو جواز د لغمان علمي او فرهنګي ټولنې په نوم ورکړل شوی و او د دې راډیو جواز چې اصلاً د لغمان علمي او فرهنګي ټولنې په نوم ورکړل شوی، په ۱۳۹۵ کال بیا نوی او په ۱۳۹۸ کال پای ته رسېدلی؛ نو ځکه دا راډیو اوس دولتي راډیو ده.»

په همدې حال کې د کاوون‌ غږ راډیو مسوول انقلابي یوسفزی وايي، د غبرګولي په ۲۴مه راډیو ته د یوشمېر چارواکو له ورتګ وروسته راډیو مهرلاک او کارکوونکي یې ترې اېستل شوي وو.

د هغه په خبره، سره له دې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې مراجعه کړې، خو لا هم د راډیو د تړل کېدو پر لامل نه پوهېږي. نوموړی زیاتوي چې پر کاوون‌ غږ راډیو یې نږدې ۳۰ لکه افغانۍ پانګونه کړې او شاوخوا ۱۶ کاله کېږي چې په خپل شخصي لګښت یې چلوي.

یوسفزی وايي: «دا یوه دولتي راډیو نه، بلکې خصوصي راډیو ده. له حقوقي اړخه زموږ رسنۍ کومه ستونزه نه لري؛ په تېرو کلونو کې مو هر کال جوازونه نوي کړي او ا.ا هم جوازونه راکړي. که کومه ستونزه وي، نو اړتیا ده چې د سرغړونو کمېسیون له لوري حل شي.»

بله‌خوا په لغمان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول میرویس خواخوږ وايي، په دغه ولایت کې د رسنیو د تړلو پلوي نه‌دي. هغه له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د رسنیو د کیفیت او کمیت لوړولو لپاره کار وکړي.

نوموړی هیله‌مند دی چې کاوون‌ غږ راډیو ته بېرته د نشراتو اجازه ورکړي او په وینا یې: «موږ د رسنیو د تړلو پلوي نه یوو؛ هیله ده چې دا ستونزه حل شي او دا راډیو بېرته نشرات پیل کړي. هغه که په هر نوم وي، یا په همدې نوم او یا هم په بل نوم، خو رسنۍ باید ونه تړل شي.»‎

اوس په لغمان کې څلور خصوصي رسنۍ فعالې دي چې لسګونه خبریالان په‌کې پر دندو بوخت دي.

د یادونې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم تېره ورځ له کوم قید او شرط پرته د کاوون غږ راډیو د بیا فعالېدو غوښتنه کړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام