Asset 1SWN

د کابل ژوبڼ بل ځای ته لېږدول کیږي

باغ وحش کابل

چارواکي وايي، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې کمولو او د دولت عوایدو زیاتولو په موخه د کابل ژوبڼ له اوسني ځایه بل مناسب او ازاد ځای ته لېږدول کیږي.

د کور او ښار جوړولو، د کرنې، مالیې، عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې او کابل ښاروالۍ استازو نن (سه‌شنبه، جوزا ۱۳) له اوسني موقعیت څخه د ژوبڼ لېږدولو لپاره ځانګړې غونډه کړې.

دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني ویلي، د کابل اوسنی ژوبڼ د ټرافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوی چې دې وضعیت یو لړ ستونزې رامنځته کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره اړینه ده چې ژوبڼ یوې بلې پراخې او مناسبې سیمې ته ولېږدول شي.

د هغه په وینا، دا چاره به ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت لامل او له بل پلوه به خلک او سیلانیان د ژوو لېدو ته زړه ښه او لېواله شي چې ورسره به د دولت عواید هم زیات شي.

یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې د اراضۍ ریاست په مشرۍ پلاوی دې له لوی اختر وروسته اونۍ کې د اراضۍ، ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې، کادستر او کور او ښار جوړولو وزارت استازي، د املاکو د ثبت کتابونو پر بنسټ، یو مناسب ځای وټاکي.

دغه راز پرېکړه شوې چې د اوسني ژوبڼ ساحه دې د پراختیایي ساحې په توګه وړاندیز شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام